File:IMG-20221026-WA0009-780x470-1.jpg

From Wikimedia Commons, the free media repository
Jump to navigation Jump to search

IMG-20221026-WA0009-780x470-1.jpg(780 × 470 pixels, file size: 43 KB, MIME type: image/jpeg)

Captions

Captions

Add a one-line explanation of what this file represents

Summary[edit]

Description
English: Old Tomb of Muhammad of Ghor at Ghazni.
پښتو: شهید غازي پاچا

لیکنه: اسدالله بلهارجلالزی ـــــــــــــــــــــــــــــــــ کلونه وړاندې د ۱۳۶۹ کال د وري میاشتي وروستۍ ورځي وي. د پسرلنۍ وږمې چلیدلې له د ښتواو غرونو د نویو غوړیدلو ګلونو او بوټو بوۍ لټیده، ځای ځای د غاټوي سرو او ژیړو ګلونو په شنه مرغه کې جګ سرونه نیولې و. زه د ده یک ولسوالي له سلیمانځو کلي څخه د همدې ولسوالي د هډې کلي ته له یو عالم سوچونو سره روان وم. ناڅاپه مې د ده یک کلي په جنوبي برخې کې د شنې رشقې د پټيو خوا کې له لارې سره نژدې یوه کوچنۍ پخه ګومبزه باندې سترګې ولګیدې. ستړی وم. ور وګرځیدم دروازه مې ور خلاصه کړه. په مرمرینو ډبرو پوښل شوي قبرله پاسه پرتې تیږي باندې دا شعر لیکل شوی و. شهادت ملک بحروبر معزالدین کزابتدايي جهان، شه چو او نیامد یک سیوم زغره شعبان بسال ششصدو دو فتاده در ره غزنی بمنزل دمیک

دا شعر مې ولوست او که رښتیا ووایم په یوه کاغذ کې مې را سره ولیکه، ترډیره وخته هغه کاغذ راسره و. یوه بله لیکنه هم په بله ډبره لیکل شوي وه. چې ذکر به يي په وروستیو لیکو کې راشی.

     د لته سلطان شهاب الدین غوري ښخ او دا يې زیارت دی. ماته تر هغه وخته پوري یوازې دومره معلومات و. چې د نوموړي قبر په ده یک ولسوالي کې دی. خو له دې نه وم خبر چې د همدې ولسوالي په ده یک کلي د شنو پټیو په منځ کې د لارې خواته پرې یوه ګومبزه هم ولاړه ده. او زه يې په ناخبرې کې پښو ته ولاړ یم. چېري چې نه يي څوک زیارت ته راځي او نه يي هم د پادشاهي برم کومې نښې تر سترګو کیږي. ماته د ده د مرګ کیسه په ذهن کې را وچورلیده. سلطان شهاب الدین يي  په لښکر کې د ننه غلیمانو برید کړی و. او کابو ۲۲ ځایه يې په چړو یا خنجرونو وهلی و. زه یو ښه شیبه د ده په زیارت کې دننه پاته شوم. په اخرکې مې ورته دوعا وکړه، همدا چې را ووتم او د دروازې ځنځیر مې بیرته تاړه ، نو  یو د شناوۍ ږیری وسله وال هم د زیارت مخې ته لاره کې له بایسکل څخه کښته شوو. دا سړی مې وپیژانده، نوم يي عبدالحی و. (ترما مشر و. ځکه  به مو ورته عبدالحی کاکا وایه، ده د همدې ده یک  د کلي اوسیدونکی و. اوس يي له دې نړۍ څخه سترګې پټي کړي. نوموړی په ده یک ولسوالي کې د مجاهدینو د خپلې منځي جګړو په ترڅ کې ووژل شو. الله ج دې جنتونه په نصیب کړي) له ده سره  له جوړ په خیر وروسته زه هم روان شوم. ده رانه وپوښتل په زیارت کې د څه کول؟ ورته مې وویل: دا خو د ډیر لوی غازی  او شهید سلطان شهاب الدین زیارت دی. ما پخوا نه و لیدلی، اوس ډیر خوشحاله شوم چې نن مې زیارت وکړ.

ده راته وویل: - دا خو د شهید زیارت ده. موږ يي د شهید غازي پاچا او شهید سلطان په نوم یادوو. ډیر رسیدونکی شخص دی. زه کوچنۍ وم دا کیسه مې اوریدلي ده. چې په همدغه ځای چې اوس زیارت پې جوړ سوی ده. زموږ په کلي کې یوه ښه سړي د شپې په خپل کښت اوبه لګولي. له څه وخت وروسته خوب پې زورور سوی و. او خوب وړی و. چې دی مبارک يې په خوب لیدلي و. او په خوب کې يي ورته ویلي و. چې دا اوبه زما قبر ته را تویږي زه يې ازرده کړی یم. هغه چې له خوبه را ویښ سوی و. رښتیا هم اوبه په یوه ژور ځای کې تویدې. اوبه يي بندي کړي وي. او په سبا او بله ورځ تر همدې ځای پله او ډبرې را تاوو کړي. چې بیا څو کاله وروسته حکومت ور باندې دا زیارت جوړ کړ. زه او دی په همدې خبرو خبرو کې و. چې ده راته وویل: راځه د ما کره به یوه ګوله وخوري بیا به خپل مزل ته دوام ورکړي. خو زما د ډوډۍ خوړلو نیت نه و. او له ده مې رخصت واخیست.

 وتلی لیکوال، مورخ او د سنايي اونیزې لومړنی مدیرښاغلی مرحوم محمد ابراهیم ثابت د دغه زیارت په اړه د خپل اثر( سلطان شهاب الدین غوري) په سریزه کې داسې کاږي. « هغه وخت چې په غزني کښي د مطبوعاتو مدیریت نوی تآسیس شو او د « سنايې» جریده افتتاح کیدله، د نوموړي جریدې لومړۍ ګڼه خپره شوه. په دغې ورځ د جریدې د نوي پرانیستلو له امله یو هیئت غزني ته راغلی و. د افتتاح له مراسمو څخه وروسته  د دغه هیئت رئیس او د مطبوعاتو د ریاست رئیس ښاغلی میوندوال او د هیېت غړی ښاغلي خلیلي او ښاغلی بینوا د پښتنو د ستر امپراتور( سلطان شهاب الدین غوري) د مزار د کتلوله پاره د ( دهک ) علاقه دارۍ ته چې د غزني د ښار څخه لمرخاته خواته تقریباً لس میله لیرې ده چې په هغه ځای کې د نوموړي سلطان ارامګاه ده ورغلل د سلطان د مزار له کتلوڅخه وروسته چې نوموړی هیئت بیرته کابل ته ستون شو. د مطبوعاتو د مستقل ریاست ریاست له خوا ددغه سلطان د مزار د نوي جوړولو او پرې باندې د ګومبزي د جوړولو ترتیبات ونیول شول. د قبر او ګومبزي په جوړولو پیل و شو.) مرحوم ثابت د خپلې لیکنې په دوام کاږي ( په دغه وخت کې زه په غزني کې د مطبوعاتو مدیر وم. د نوموړي ریاست له خوا ماته امر راغی چې د سلطان د مزار او ګومبزې جوړولو په کار نګرانې ( څارنه) وکړم. نو ما د مزار او د ګومبزې د جوړولو په چارو کښې نګرانې کوله»  د سنايي جریدې په ۱۳۳۱ کال د اسد میاشت کې لومړۍ ګڼه له چاپه را وتلې. داسې ښکاري چې دا سلطان شهاب الدین غوري اوسنۍ ګومبزې کارونه په ۱۳۳۱ کې پیل شوي دي. ښايي نور کارونه به يي لا پاته ول ځکه خو همدا ډول لوی استاد غلام جیلاني جلالي هم د خپل اثر( غزنه و غزنویان) په ۲۶۴ مخ کې په دې اړه داسې کاږي:

د سلطان شهاب الدین غوري د مرقد صندوخ او د هغه مرمرینه تیږه :

په دې وروستیو کې د ۱۳۳۳ هجري لمریز کال د غوايي د میاشتې په ۱۹ نیټه ملي ویاړونو ته د پاملرنې او زموږ د ترقي غوښتونکي پاچا اعلیحضرت محمدظاهرشاه ( خلد ملکه) په امر او اراده د اعلیحضرت سلطان شهاب الدین محمدسام غوري د قبرله پاره د تیږې فرمایش د هیواد د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا د حجاري او نجاري فابریکې ته ورکول شوی و . چې د ستر غازي د قبر لوح او صندوخ هم د وطن د غرونو له ګرانبیه تیږو څخه په خورا ښکلي ډول جوړ او د مطبوعاتو د مستقل ریاست د استازي او سنايې ورځپاڼې د مدیر له لوري له کابل څخ د ( دهک) سیمې او د افغان سترپاچا د قبر ځای ته یوړل شوه. د مرقد د پیښې په ځای کې د دهک یو شمیر روحانیونو، عزتمنو عالمانو او مشرانو په ګډون او راتګ سره د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د سلطان د قبر د پاسه کیښودل شوه. د قبر شاوخواته دا صندوخ هم د مطبوعاتو د مستقل ریاست د معمار په ذریعه چې له کابل څخه دهک ته راغلی و د پخو موادو او تیږو او جغل باندې کلک کیښودل شو. د له تیږو جوړ شوی صندوخ په قبر د پاسه ایښودلو په خاطر د دهک د سیمه ایز ښوونځي ماشومو زده کوونکو هم فعالیت کاوه او ولولې يې څرګندولي. د دغه کار د پیل په وخت کې د سیمې دیني عالمانو او دغزني د مطبوعاتو د مدیر له لوري جذابي ویناوې وشوي.

دقبر د پاسه ابدې ځانګړتیاوي

دا صندوخ او د قبر د پاسه تیږه د مرمرو له ښکلو تیږو جوړ دی. له غولي لوړدی له پاسه پرې لیکنه هم لیدله کیږي. په اړه يې مرحوم استاد جلالي د خپلې لیکنې په دوام کاږي ( د قبر د پاسه تیږه یوه شنه وزمه معدني ګران بیه تیږه ده. چې په خورا مهارت اوفن په سور او اوږدوالي، مناسبه توږل شوي او هواره شوي ده. شاخوا يې را وتلي او منځ يي په ښکلي ډول یوڅه ژور ښکاریږي. داسې جوړه شوي لکه په قالب کې، د دې ابدې تول ( وزن) هم تر یوسل کابله منه زیات دی او د یوه لارۍ موټر په وسیله د سلطان تر مزار پوري را ورسول شوه. دا چې دریدلي لوحه ډیر وخت د پیښو په وړاندې دوام نه شي کولای نودا تیږه به د قبر د پاسه پرته وي. په مخ يي دا مضون حک شوی دی. المللک: سلطان شهاب الدین – غوري غازي شهید: شهادت ملک بحرو برشهاب الدین کزابتدای جهان همچواونیامد یک سوم زغره شعبان بسال ششصدودو فتاده در ره غزنی بمنزل دهک له دې وروستی د استاد د لیکني په دوام داسې لولو، د دغې ودانۍ کار د افغانستان د پوه پاچا اعلیحضرت المتوکل علی الله محمدظاهر د فرمان په بنسټ په ۱۳۳۱ کال کې پیل او په ۱۳۳۲ هجري لمریز کال کې يي کار پای ته ورسیده.

د ا خبره هم باید هیره نکړو چې د سلطان شهاب الدین زیارت هم د اسلامي پیر په سبک جوړ شوی دي پکې پخې خښتې او ګچ کارول شوی دي.

مرحوم استاد جلالي د خپل اثر په ۲۶۸ مخ کې د دغه زیارت د موقعیت په اړه داسې کاږي: (  د دغه نوموتي افغان سلطان زیارت د دهک په علاقه کې د دیرش کیلو متره واټن په لرلو سره  د غزني د اوسني ښار ختیځ جنوب ته ودان شوی دی. دا ځای د غزني او ګردیز د سړک ترمنځ موقعیت لري. ) د همدې لیکني په دوام لولو ( د رامک د کلي د جامع جومات د محراب شتون چې د سلطان له قبر څخه یونیم کروه لاره ده. د رامک د جامع جومات د محراب په تیږه داسې لیکنه کښل شوي ده: ( بناء هذا المسجد المبارک فی دولة السلطان المعظم معزالدنیا والدین، ابوالمظفر، محمد بن سام خلیفة امیرالمؤمنین بتاریخ منتصف من شهر الله المبارک سنه: اربعة وتسعون وخمسماتة ( ۵۹۴ هـ )
د یادونې وړ بولم ووایم چې د سلطان شهاب الدین غوري د شهادت د پیښې په ځای کې چې د پاکستان په جهعلم ضلعه کې ده. اوس هالته د ده په نوم زیارت جوړ شوی، شاوخوا يي پراخه د زیارت ودانۍ يې لویه او کتابتون هم لري. له همدې امله هالته ډیر سیلانیان هم ورمات دي.
اوس چې په غزني کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست غواړي د سلطان شهاب الدین مقبره ورغوي باید شاوخوا ځمکې يي چې د خلکو ملکیت دی. ورڅخه په بیه را ونیسي او ويي پیري، یو بڼ هم ورته اباد ودانۍ سره يي د جومات، کتابتون او پارک ساحه هم باید وجود ولري. چې په دې توګه به د غوري دورې د تاریخ نوي څرک هم پرانیستل شي او هم به د سیلانیانو له پاره تر یوه بریده اسانتیاوې او دمه ځای هم را منځ ته شوی وي. په تیرو څوکلونو کې هم هالته باغونه او دیوالونه نه ول دا ساحه پراخه وه. خو اوس په تصویرکې ښکاري چې شاوخوا سیمه کې باغونه جوړ شوي دي.
Date
Source Own work
Author Asadullah jalalzai

Licensing[edit]

I, the copyright holder of this work, hereby publish it under the following license:
w:en:Creative Commons
attribution share alike
This file is licensed under the Creative Commons Attribution-Share Alike 4.0 International license.
You are free:
  • to share – to copy, distribute and transmit the work
  • to remix – to adapt the work
Under the following conditions:
  • attribution – You must give appropriate credit, provide a link to the license, and indicate if changes were made. You may do so in any reasonable manner, but not in any way that suggests the licensor endorses you or your use.
  • share alike – If you remix, transform, or build upon the material, you must distribute your contributions under the same or compatible license as the original.

File history

Click on a date/time to view the file as it appeared at that time.

Date/TimeThumbnailDimensionsUserComment
current10:29, 3 January 2023Thumbnail for version as of 10:29, 3 January 2023780 × 470 (43 KB)Asadullah jalalzai (talk | contribs)Uploaded own work with UploadWizard

There are no pages that use this file.

Metadata